د ننګرهار پولیسو څه د پاسه ۷۰ کیلوګرامه نشه يي مواد ونیول

ارشیف

د افغانستان په ختیځ ولایت ننګرهار کې پولیسو په دوو پېښو کې څه باندې ۷۰ کیلوګرامه نشه يي توکي کشف او ضبط کړي دي.

د ننګرهار د امنیه قومندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې په لومړۍ پېښه کې پولیسو په سرخ رود ولسوالۍ کې نږدې دېرش کیلوګرامه نشه يي مواد ونیول چې په یوه موټر کې پټ کړل شوي وو او په پام کې وه چې یوه ګاونډي ولایت ته قاچاق شي.

په دوهمه پېښه کې پولیسو د جلال اباد ښار په اوومه ناحیه کې ۲۱ کیلوګرامه هیرویین او ۲۰ کیلوګرامه چرس ونیول چې په یوه موټر کې یې د جلال اباد ښار ته لېږدول.

د دې نشه يي موادو د قاچاقو په تور اووه کسان نیول شوي چې دوه یې ښځې دي.