جلال اباد کې ویرجنو د ناکامورا په یاد شمعې بلې کړې

د ناکامورا پر موټر پرون د جلال اباد ښار په لومړۍ ناحیه کې وسله والو برید وکړ چې په دې حمله کې د ده پنځه افغان همکاران هم ووژل شول.

د جلال اباد په ښار کې تېره شپه یوشمېر مدني فعالانو د جاپانۍ موسسې (پي ایم ایس) د مشر تیستو ناکامورا په یاد شمعې بلې کړې.

ویرجنو د هغه تر عکس لاندې ولیکل، "تا لکه یو افغان ژوند وکړ او لکه یو افغان ووژل شوې، وبخښه موږ ستا حمایت ونه کړ، جاپانه وبخښه."

د ویر په دې محفل کې د علي شاداب په نوم یو مدني فعال وویل: "سخت زیات خواشیني شوي یوو، سخت پرې ودردیدو، ناکامورا زموږ ویاړ و د کونړ پر سیند یې بندونه جوړ کړي وو. پلان یې دا و چې دلته د برق یو بند جوړ کړي خو د دې هېواد د ابادۍ دښمنانو دی پرېنښود."

د ننګرهار د والي ویاند عطا اله خوګیاڼي ازادي راډیو ته په استولي پیغام کې ویلي چې د ناکامورا جسد کابل ته انتقال شو او کشفي او امنیتي ارګانونو د دې قضیې په تړاو پلټنې پیل کړې دي.

د ناکامورا پر موټر پرون د جلال اباد ښار په لومړۍ ناحیه کې وسله والو برید وکړ چې په دې حمله کې د ده پنځه افغان همکاران هم ووژل شول.

تر اوسه کومې ډلې د دې حملې مسوولیت نه دی منلی.