حمدالله محب کابل کې د جرمني له سفیر سره وکتل

د افغانستان د جمهور رئیس د ملي امنیت سلاکار حمد الله محب په کابل کې د جرمني له سفیر پیتر پروګل سره وکتل

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمد الله محب په کابل کې د جرمني له سفیر پیتر پروګل سره پر انتخاباتو او سولې خبرې کړي.

د ملي امنیت شورا ویاند کبیر حقمل ازادي راډيو ته وویل:

"د ملي امنیت سلاکار په دواړو پروسو کې له جرمني مننه وکړه چې همکاري کوي او په ځانګړي ډول یې د سولې په برخه کې وویل چې د افغانستان حکومت تل د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې مذاکراتو ته ژمن دی او له دې ډول مذاکراتو سره چې هر ډول همکاري وي، حکومت ورته تیاره دی."

د جرمني سفیر ژمنه وکړه چې د سولې په برخه کې به له افغانستان سره مرسته وکړي.

د جرمني د سفیر دا لیدنه کتنه یوه ورځ وروسته تر دې وه چې په کابل کې د جرمني دفاع وزیرې له ولسمشر غني سره وکتل.