د راپورونو له مخې په فرانسه کې ښایي نننی پراخ اعتصاب د ولسمشر امانویل ماکرون د اصلاحاتو مخه ونیسي.
په فرانسه کې نن د تقاعد د نوي قانون پرضد پراخ اعتصاب دی. د اورګاډي یوشمېر کارګرانو تېرماښام په سیمه ییز وخت شپږ بجې اعتصاب پيل کړ، خو نن الوتکې، ریل او بسونه له سهاره اعتصاب پيلوي.
کارګران په دې غصه دي چې ولسمشر مکرون د فرانسې په دوه څلوېښتو ایالتونو کې د تقاعد موده تمدیدوي او کارګران اندېښنه لري چې په دې ډول به دوی د تقاعد لږ امتیازات ترلاسه کوي.
په دغه هېواد کې اوس د تقاعد عمر دوه شپيته کاله دی چې حکومت غواړي تر ۲۰۲۳ پورې دا موده تدریجي ۶۷ ته لوړه کړي.
پاتریک بیلحاج چې له نژدې څلوېښتو کلونو راهیسې د فرانسې په ملي ریل کمپنۍ کې کار کوي وایي چې دی د خپلو ماشومانو لپاره په اعتصاب کې برخه اخلي چې د هغوی راتلونکې خرابه نه شي.
هغه وویل: "زه به په اعتصاب کې ګډون وکړم که درې اوونۍ هم وي او زه نقدې پیسې هم په بانک کې نه لرم، څه چې لرم د ریل د یوه کارګر معاش دی."
د فرانسې حکومت ویلي دي چې پر دې کار کوي چې د کارګرو میاشتنی معاش کم نه شي.
ټاکل شوې ده چې نن په پلازمېنه پاریس کې د کارګرانو ټولنه یو سترلاریون وکړي، پولیسو له دې ویرې چې د چا شتمنۍ ته زیان ونه رسیږي پرون د هغو سیمو دوکاندارانو ته چې لاریون پکې کیږي، خبرداری ورکړ چې خپل دوکانونه بند کړي.
پولیسو لاریون کوونکو ته دا خبرداری هم ورکړی چې له جمهوري ریاست او پارلمان سره به لاریون نه کوي.
د ایفل برج مسوولینو بیا له ګرځندویانو غوښتې دي چې سبا د برج د لیدو هڅه ونه کړي ځکه چې له اعتصاب سره به ترانسپورتي سیستم ګډوډ وي.
د پاریس د مشهور موزیم لوویر ځېني برخې به هم سبا بندې وي او په دې ښار کې اکثرو هوټلونو له نویو مراجعینو د پنجشنبې لپاره بخښنه غوښتې ده.
البته د بیړنیو چارو لپاره به په ځینو برخو کې ترانسپورت فعال وي، لکه د تیز سرعت له لسو ریلونو به نهه په اعتصاب کې وي او یو به یې فعاله وي او په ټوله فرانسه کې به نژدې دیرش فیصده کورنۍ الوتنې سبا نه ترسره کیږي.