جاپانی ډاکټر تتسو ناکامورا چا وواژه؟

د افغانستان حکومت ښاغلي ناکامورا ته د ښو فعالیتونو له امله افتخاري تابعیت هم ورکړی و.

د جاپانۍ خیریه موسسې" پي ام اس" رئیس ډاکټر تتسو ناکامورا نن سهار د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې ووژل شو. ښاغلي ناکامورا د افغانستان په ختیځ په ځانګړې توګه ننګرهار کې د کرنې او اوبو لګونې پروژې مخته وړلې.

د افغانستان حکومت د څو لسیزې بشري فعالیت له امله هغه ته افتخاري تابعیت هم ورکړی و.

د ناکامورا د کارونو د موثریت او د ده د وژل کېدو په اړه اکرام الله اکرام په افغانستان کې د کرنې یوه متخصص انجنیز میرویس خوگیاڼي سره مرکه کړې چې په پيل کې د هغه د فعالیتونو پر اهمیت غږېږي.

Your browser doesn’t support HTML5

د ناکامورا وژل کېدو په اړه انجنیر میرویس خوګیاڼي سره مرکه