په قزاقستان کې پر یخي سرک د بس د ښوېدو په پېښه کې اته مسافر وژل شوي دي.
د دې هیواد د کورنیو چارو وزارت په وینا پېښه نن کیزي لوردا سیمه کې وشوه.
په بس کې پنځه دېرش کسان سپاره وو.
په پېښه کې پنځه ویشت کسان ټپیان شوي دي.
د ترافیکو له قوانینو د سرغړونې په تور په دې پېښه کې جنايي قضیه ثبت شوې ده.
د اروپايي ټولنې د معلوماتي ادارې یورو سټاټ د معلوماتو له مخې قزاقستان په ټوله نړۍ کې له هغو پنځو هیوادونو دی چې پکې تر ټولو زیاتې ترافیکي پیښې کیږي.