اوکراين کې دوو ټپي شويو سرتېري ساه ورکړه

ارشیف

د اوکراين پوځ وايي دغه دوه سرتېري د يوې نامعلومې چاودېدونکې وسيلې په چاودنه کې سخت ټپيان شوي وو، چې د سختو ټپونو له کبله مړه شوي.

د پوځ په حواله دغه سرتېري د يوې ورانکارې او اکتشافي ډلې د نفوذ د مخنيوي لپاره د لومړۍ کرښې په دفاع بوخت وو.

د اوکراين پوځ تېره مياشت هم د خپلو شپږو سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکړى و.

د اوکراين په ختيځ کې د جګړې له پيل راهيسې د ملګرو ملتونو په حواله تر ١٣٠٠٠ زيات خلک وژل شوي دي.

په ٢٠١٤میلادي کال کې د اوکراييني ځواکونو او روس-پلوه بېلتون غوښتونکو ترمنځ جګړه وروسته له هغې پيل شوه، چې روسيې د اوکراين کريميا سيمه په خپلې خاورې پورې الحاق کړله.

په پام کې ده راروانه دوشنبه د دې شپږکلنې شخړې د پاى ته رسېدو لپاره په هغه څلوراړخيزه غونډه کې چې اوکراين، فرانسه، جرمني او روسيه به په کې شامل وي، خبرې وشي.