افغانستان کې د ناټو ملکي استازي د ټاکنو لومړنیو پایلو اعلان وغوښت

په افغانستان کې د ناټو ملکي استازی نیکولاس کې

په افغانستان کې د ناټو ځانګړي ملکي استازي، نیکولاس کې پرون، دډېسېمبر په ۳مه، وویل چې دا مهمه ده چې دافغانستان د ولسمشرۍ د ټاکنو پایلې په نږدې وخت کې اعلان شي.

نیکولاس کې په لندن کې دناټو تړن د غړو هېوادونو د مشرانو د غونډې په څنډه کې د امنیتي کارپوهانو د یوه بحث کې ګډون درلود چې پر افغانستان هم خبرې په کې وشوې.

نیکولاس کې ازادي راډیوته وویل چې په افغانستان کې د رایو د بیا شمېر او ابطال بهیر له اصولو او قوانینو سره سم ترسره کېږي او د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته ښایي چې کاندیدانو او د افغانستان خلکو په ډېر وضاحت توضیح او د ټاکنو پایلې اعلان کړي.

د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنې د میزان په شپږمه ترسره شوې.

د افغانستان دټاکنو خپلواک کمېسیون تر اوسه نه دی توانېدلی چې د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړي.

نیکولاس کې وویل: "زه هیله لرم چې کله پایلې اعلان شي، درناوی به یې کېږي، ټول سیاسي ګوندونه، ښکېل لوري او افغانان به یې ومني، هر افغان چې ما ورسره لیدلي، دا هیله نه لري چې کوم ډول بې ثباتي چې مخکې تجربه شوې، تکرار شی."

په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي، نیکولاس کې د ټاکنو د لومړنیو پایلو په اعلان کې د ځنډ په اړه وویل چې د ده باور تر یوه حده د بایومتریک سیسټم نوي والي چې په اول وار په افغانستان کې کار ورڅخه واخیستل شو، په دې ځنډ کې رول درلود.

هغه وویل چې مثبت ټکی دا دی چې تر یو اعشاریه اته ملیونه زیات افغانان له ټولو ګواښونو سره د راییو مرکزونوته ولاړل، د هغوي رایې ته باید درناوی وشي او د ټاکنو خپلواک کمېسون باید د ټاکنو پایلې اعلان کړي.

نیکولاس کې زیاته کړه چې ناټو تړون له افغانستان سره مرسته وکړه چې افغانان ډیموکراتیک انتخابات ولري، قانون عملي او هغوي وکولائ شي چې له خپله ډیموکراتیکه حقه کار واخلي خو اوس په افغانانو پوري تړوا لري، مخصوصاً د افغانستان د ټاکنو په خپلواک کمېسیون او سیاسي ګوندونوپورې تړاو لري چې په خپلوکې سره کښیني او اصول مراعت کړي.

د امریکا د متحدو ایالاتو د بهرنیوچارو وزیر مایک پومپیو هم پرون پر ټوېټر د افغانستان د ټاکنو په اړه ولیکل چې افغانانو خپل ژوند ته د ګواښ په بیه په انتخاباتوکې ګډون کړی او حق یې دی چې دټاکنو پروسه شفافه وي او هغه پایله چې دهغوي د نیت څرګندونه کوي، ترلاسه شي.