روسيه: امريکایي بندي د خپلې ناروغۍ جعلي اوازه خپره کړې

ويلان چې تر محاکمې مخکې په توقيف کې دى، د مسکو له خوا لګول شوي تورونه ردوي او وايي دغه تورونه سياسي انګېزه لري.

روسيې پرون د امريکا د سمندري ځواکونو پخوانى غړى تورن کړ چې په توقيف کې يې د خپلې ناروغۍ جعلي اوازه اچولې وه.

روسيه وايي دغه امريکايي چې له يوه کاله د جاسوسۍ په تور په توقيف کې دى، د دې لپاره چې خپلې قضيې ته د خلکو پام واړوي، په توقيف کې ورسره د شوي بد چلند په اړه يې هم درواغ ويلي دي.

پاول ويلان (Paul Whelan) چې امريکايي، بريتانوى، کاناډايي او ايرلنډي پاسپورټونه لري، د تېر کال په ډسمبر مياشت کې د جاسوسۍ په تور د روسيې د امنيتي خدماتو ادارې د اجنټانو له خوا په مسکو کې د خپل هوټل په کوټه کې ونيول شو.

ويلان چې تر محاکمې مخکې په توقيف کې دى، د مسکو له خوا لګول شوي تورونه ردوي او وايي دغه تورونه سياسي انګېزه لري.

ويلان د محاکمې پر مهال د زندان ساتونکي تورن کړي وو، چې د بند پر وخت يې بد چلند ورسره کړى او د ده شکايتونو ته پام نه دى شوى.

وروسته له هغې چې د پاول ويلان مدافع وکيل وويل، چې موکل يې ناروغ دى او د زندان چارواکي بد چلند ورسره کوي، په تېره اګست مياشت کې په مسکو کې د امريکا سفارت سم د لاسه ويلان ته د لاسرسي غوښتنه وکړه.

خو د روسيې د بهرنيو چارو وزارت پرون وويل، د ويلان دا تورونه چې بند چلند ورسره شوى، نه دي څېړل شوي، خو ډيپلوماتانو ته اجازه ورکول کېږي، چې په منظم ډول په توقيف کې ورسره وګوري.

د سوډان په يوه فابريکه کې د اورلګېدو له کبله لږ تر لږه ٢٣ کسان مړه شوي دي او تر ١٣٠ زيات نور ژوبل شوي دي.

د پلازمېنې خرطوم د سراميکو په فابريکه کې اور پرون سې شنبه د ګازو د يوه ټانکر د چاودنې له کبله بل شو.

روغتيايي چارواکي وايي، په مړو او ټپيانو کې د فابريکې کارکوونکي هم شامل دي، چې د څو هېوادونه وګړي دي.

د سوډان حکومت په يوه اعلاميه کې له خپلو خلکو غوښتنه کړې، چې د دې وژونکې پېښې ټپيانو ته وينه ورکړي.

د دې چاودنې او ورپسې د اورلګېدنې اصلي علت معلوم نه دى او په دې اړه پلټنې پيل شوې دي.