د بلخ امنیتي چارواکي په دې ولایت کې د افغان ځواکونو په هوايي بریدونو کې د څلورو وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند حنیف رضايي نن آزادۍ راډیو ته وویل دا هوايي بریدونه تېره شپه د بلخ ولسوالۍ په هېواد کلي کې د تروریستانو پر یوه مرکز شوي چې په ترڅ کې یې دوه نور طالبان هم ټپیان شوي دي.
د ښاغلي رضايي په وینا په دې بمبارۍ کې ملکي وګړي نه دي زیانمن شوي.
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.