م م افغانستان کې د خپلو کارکوونکو د امنیت ټینګښت وغوښت

یاماموتو د دې سازمان د تاسیساتو او کارکوونکو د خوندیتوب لپاره د لازیاتو تدابیرو غوښتنه وکړه.

په افغانستان کې د ملګروملتونو ځانګړي استازي تادامیچي یاماموتو له افغان حکومت څخه غوښتي دي چې د دې سازمان د کارکوونکو د امنیت لپاره امنیتي تدابیر زیات کړي.

تېره اونۍ د کابل ښار په مکروریان سیمه کې د ملګروملتونو پر یوه موټر د لاسي بم د حملې په پېښه کې د دې سازمان یو بهرنی کارکوونکی ووژل شو.

ارګ په یوه خبرپاڼه کې چې تېره شپه خپره شوه وايي ښاغلي یاماموتو د دوشنبې په ورځ له ولسمشراشرف غني سره په کتنه کې په داسې حال کې چې د منیتي ارګانونو مسوولان هم حاضر و د دې سازمان د تاسیساتو او کارکوونکو د خوندیتوب لپاره د لازیاتو تدابیرو غوښتنه.

په بیان کې ویل شوي دي چې یاماموتو د دې امنیتي تدابیرو په اړه خپل وړاندیزونه ولسمشر غني ته وړاندې کړل خو جمهوري ریاست په دې اړه جزییات نه دي ورکړي.