سرپل کې ۹ وسله وال طالبان حکومت ته تسلیم شوي

د سرپل په سانچارک ولسوالۍ کې ۹ تنه وسله وال طالبان حکومتي ځواکونو ته تسلیم شول.

د سانچارک ولسوال نقیب الله دقیق تیرماښام آزادي راډیو ته وویل چې دا ۹ کسیزه ډله د محمد صداقت په مشرۍ له دولت سره یوځای شول.

ښاغلي دقیق وویل: "د دوشنبه ماښام شاوخوا یوه نهه کسیزه ډله چې مشري یې محمد صداقت کوله او د بلخاب لپاره د طالبان د نومول شوي ولسوال مولوي مهدي مجاهد په ډله کې و، له خپلو وسلو سره د سانچارک په آب کلان سیمه کې امنیتي ځواکونو ته تسلیم شول."

د ښاغلي دقیق په خبره دغې ډلېد سانچارک او بلخاب ولسوالیو ترمنځ سیمو کې د دولت پر ضد فعالیتونه درلودل.

طالبانو تر اوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې.