د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، غیر دولتي یا د خصوصي سکټور کارکوونکو ته تقاعد ورکول کېږي.
یاد وزارت په یوه خپره کړې خبرپانه کې لیکلي، په دې اړه جوړه شوې مقرره چې درې فصله او ۲۲ مادې لري، د ولسمشر غني لهخوا د یوه فرمان پر اساس نافذه شوه.
د دې مقررې لهمخې، هر غیر دولتي سکټور مکلف دی چې خپلو کارکوونکو له دندې وروسته، د یوه کال خدمت په بدل کې د یوې میاشت معاش ورکړي.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت هیله ښيي چې له دې وروسته، خصوصي سکټور د کار قانون د دې مقررې په عملي کولو کې جدي ګامونه پورته کړي.