نیویارک ټایمز:
امریکایۍ نیویارک ټایمز ورځپاڼې د افغانستان په خوست ولایت کې په یوه هوایي برید کې د ملکي وګړو د وژل کېدو وروستۍ ادعا ته پام اړولي او لیکي، افغان چارواکو او د دې پیښې د قربانیانو د کورنیو غړیو د یکشنبې په ورځ وویل چې د امریکا یوې بې پیلوټه الوتکې د تیرې جمعې په شپه یا د شنبې سهار وختي پر هغه موټر چې یوه مور یې چې نوی یې ماشوم زېږولی واو د درملنې لپاره یې نږدې روغتیایي کلینیک ته لیږدوله، برید وکړ چې په نتیجه کې یې پنځه تنه ووژل شول.
د نیویارک ټایمزپه لیکنه، دا پېښه د خوست ولایت په الیشیر ولسوالۍ کې شوې او د ۲۵ کلنې ملنه په نوم دا مور، د هغې درې خپلوان او ډریور وژل شوي دي.
په لومړي سرکې په دې اړه چې نوی زېږیدلی ماشوم د وژل شویو په ډله کې دی کنه، یو ابهام موجود و خو وروسته توراب خان چې د قربانیانو د کورنۍ خپل دی، وویل، ماشوم چې هلک دی، په کور کې پاتې و او ژوندی دی.
په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو ویاند ډګروال سني لیجیت نیویارک ټایمز ته تائید کړې چې امریکایي ځواکونو په خوست کې هوایي برید کړی خو دا برید د پنجشنبې په ورځ شوی او درې وسله وال طالبان په کې وژل شوي دي.
د نیویارک ټایمز په لیکنه له دې سره سره ښاغلي لیجیت ویلي چې له سیمه ییزو چارواکو سره د ولسي وګړو د وژل کېدو ادعا څیړي ترڅو کره والی یې معلوم کړي.
نیویارک ټایمز وړاندې لیکي، د امریکایي او افغان ځواکونو له خوا د ملکي وګړو د وژل کېدو ادعاوې معمولاً په هغو سیمو کې کېږي چې ورته لاس رسۍ ګران دی او د کره والي تائید یې هم ستونزمن.
ورځپاڼه یې یوه بېلګه په هلمند ولایت کې هغه هوایي بریدونه یادوي چې په نتیجه کې یې د څلویښتو کسانو د وژل کېدو ادعا شوې وه.
پوځي چارواکو دغه ادعا نه وه ومنلې او له پېښې څو ورځې وروسته یې په دې اړه معلومات خپاره کړل او ویې ویل چې د القاعده شبکې یو جګپوړی مشر په دغو بریدونو کې چې ځایي اوسېدونکو هغه په یوه واده کې د ګډونوالو پرموټرو برید بللی و، وژل شوی دی.
نیویارک ټایمز سږکال په افغانستان کې د ملکي وګړو د وژل کېدو په اړه د ملګروملتونو هغه درې میاشتني راپور ته هم اشاره کړې چې وایي، په دې موده کې ۱۱۷۴ کسه وژل شوي او ۳۱۳۹ نور ټپیان شوي چې دا د ملکي مرګ ژوبلې یو نوی ریکارډ دی.
د راپورله مخکې د ډیرو وژنو مسول طالبان او نور سخت دریځي بلل شوي خو د دې کال په پیل کې د طالبانو په نسبت د ډیرو ملکي وګړو د مرګ ژوبلې ملامتي پر افغان او ایتلافي ځواکونو اچول شوې وه.
ډیلي میل
بریتانوۍ ډیلي میل ورځپاڼې د طالبانو له خوا د خوشې شوي په کابل کې د امریکایي پوهنتون د استاد تیموتي ویکس وروستیو څرګندونو ته پام اړولی چې د طالبانو له بنده له آزادیدو دوه اونۍ وروسته یې د لومړي ځل لپاره د اسټرالیا په سیډني ښارکې پرون یکشنبې خبریالانو ته معلومات ورکړل.
ډیلي میل لیکي، ویکس چې درې کاله له طالبانو سره برمته وو، وایي د برمته توب په ټوله موده کې هیڅکله هم ناهیلی نشو او پوهېده چې یوه ورځ به له دې ځایه وځي.
ویکس چې د دې پوهنتون له بل امریکایي استاد کیوین کینګ سره یوځای د ۲۰۱۶ میلادي کال په اګست میاشت کې له کابله تښتول شوی و، شاوخوا دوه اونۍ مخکې د بګرام له زندانه د طالبانو د درې بندیانو د تبادلې په نتیجه کې را خوشې شو.