د ګیرو ولسوال له بمې چاودنې روغ وتلی

ارشیف

د غزني ګیرو ولسوالۍ ولسوال له یوې بمې چاودنې څخه روغ وتلی.

ولسوال محمدابراهیم حلیم روحاني د یکشنبې په ورځ په دې اړه ازادي راډیو ته وویل،چې پرون ماښام ناوخته د غزني په پښتون اباد سیمه کې په داسې حال کې ورباندې چاودنه وشوه چې له کور څخه دوکان ته د سودا لپاره روان و.

دی زیاتوي، په دغه برید کې هیچا ته زیان نه دی اوښتی، خو موټر یې له منځه تللی دی.

ولسوال روحاني زیاتوي، اټکل کیږي چې چاودېدونکي توکي تر پخوا پر لاره کې په یوه زړه باغچه کې ځای پر ځای شوي و.

دا په داسې حال کې ده چې د غزني ډیری چارواکي په دا ډول بریدونو کې وژل شوي دي.

--