د عراق پارلمان د صدراعظم عادل عبدالمهدي استعفا تائید کړه

د عبدالمهدي حکومت له دوه میاشتنیو اعتراضونو وروسته چې په ترڅ کې یې له ۴۰۰ زیات کسان ووژل شول له واکه لرې شو.

د عراق پارلمان د صدراعظم عادل عبدالمهدي استعفا تایید کړه.

په عین حال کې پرون یکشنبې، زرګونه کسانو په ټول عراق کې د تېرو دوو میاشتو مظاهرو په ترڅ کې د وژل شویو کسانو په یاد د ویر غونډې جوړې کړې.

پرون په په داسې حال کې چې په پلازمېنه بغداد او نورو ښارونو کې زرګونه کسانو د خپلو وژل شویو عزیزانو په یاد د ویر مراسم جوړول د عراق پارلمان په خپله غونډه کې د صدراعظم عادل عبدالمهدي استفعا ومنله.

د عبدالمهدي حکومت له دوه میاشتنیو اعتراضونو وروسته چې په ترڅ کې یې له ۴۰۰ زیات کسان ووژل شول له واکه لرې شو.

بغداد کې لاریون په تاوتریخوالی اوښتی و.

تمه ده چې ولسمشر بهرام صالح به د دې مقام لپاره ډېر ژر داسې یو شخصیت غوره کړي چې د جګړې ځپلي عراق ستونزو ته د حل لاره وموندلای شي.

د تېرو دوو میاشتو اعتراضونه په ۲۰۰۳ کال کې پر عراق د امریکا له پوځي یرغل او د صدام حسین د رژیم له پرځېدو په راوروسته موده کې تر ټولو زیات جدي وو.

په دې ترڅ کې لسګونه زره کسانو په حکومت کې د پراخ فساد، بېوزلۍ او د ګاونډيو هېوادونو، په تېره د ایران د لاسوهنو پر وړاندې اعتراض وکړ.

دې معترضانو تېره اونۍ په نجف ښار کې د ایران پر قونسلګرۍ برید وکړ او د هغې ودانۍ ته یې اور واچاوه او پرون یې د دوهم ځل لپاره پردې قونسلګرۍ حمله وکړه او بیا یې اور ور واچاوه.

په عراق کې د دولتي ځواکونو له خوا د معترضانو ځپلو د نړۍ په کچه د یو شمېر سیاسي او مذهبي مشرانو غبرګونونه وپارول.

د عیسویانو ستر مذهبي مشر پاپ فرانسس په واتیکان کې د یکشنبې د ورځې د دعا په مراسمو کې په دې اړه وویل: "د عراق بدلونونه په ډېرې اندیښنې تعقیبوم، په ډېر خپګان سره خبر شوی یم چې اعتراض کوونکي په تېرو څو ورځو کې له جدي غبرګون سره مخامخ شوي او چې تلفات یې هم لرل، زه مړو او ټپیانو ته دعا کوم، د هغوی له کورنیو او د عراق له خلکو سره خواخوږي څرګندوم او له خدایه سوله او آرامي غواړم."

په بغداد، موصل او د عراق په څو نورو ښارونو کې اعتراضونه پرون هم روان وو.

معترضانو د صدراعظم عبدالمهدي د استعفا د هر کلي ترڅنګ د اساسي بدلونونو غوښتنه هم کوله.

۷۷ کلن عبدالمهدي چې تېرکال د سخت سیاسي توپان په دوام د ښکېلو اړخونو د جوړجاړي په نتیجه کې صدراعظم شو، درې ورځې مخکې خپله استعفا د عراق پارلمان ته وړاندې کړه.

نوموړی به د نوي صدراعظم د غوره کېدو تروخته د سرپرست صدراعظم په توګه پر دنده پاتې شي.