د سپین غر او امو لوبډلو ترمنځ د کرکټ سیالۍ مساوي پای ته ورسېده

ارشیف

د افغانستان د کرکټ د احمد شاه ابدالي د څلور ورځنیو سیالیو په لړ کې د سپین غر او امو لوبډلو ترمنځ سیالۍ مساوي پای ته ورسېده.

دا د روانو سیالیو شپاړسمه لوبه وه چې د ننګرهار په غازي امان الله کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه.

د سیالي ټاس امو وګاټه او مقابلې لوبډلې ته يې د منډو جوړولو بلنه ورکړه.

سپین غر د لوبې په لومړۍ او دوهمه پاڼۍ کې ۶۱۳ منډې وکړې خو امو لوبډله د سیالۍ په وروستۍ ورځ که څه هم په خپلو دواړو اننګزونو کې د ورکړل شوي هدف په پوره کېدو ونه توانېده خو څلور لوبغاړې يې له ځان سره لرل نو ځکه د فرسټ کلاس سیالیو د قانون له مخې دغه لوبه مساوي پای ته ورسېده.

سپین غر په راتلونکې لوبه کې له بند امیر او امو لوبډله له میس عینک سره مخامخ ده.

دواړه لوبې د د روانې اونۍ د سې شنبې په ورځ په غازي امان الله او خوست لوبغالو کې ترسره کیږي.