ایران له چین او روسیې سره ګډ پوځي تمرینات پیلوي

دا مانوره به د دسمبر له ۲۲ د جنورۍ تر ۲۰ پورې د هند سمندر په شمال کې ترسره شي.

د ایران د سمندري ځواک قوماندان تایید کړه چې ځواکونه به یې له روسیې او چین سره په هغو ګډو تمرینونو کې ګډون وکړي چې د سږ کال په وروستیو کې پیلېږي.

مرستیال اډمیریال حسین خانزاده پرون (شنبه) وویل، دا مانوره به د دسمبر له ۲۲ د جنورۍ تر ۲۰ پورې د هند سمندر په شمال کې ترسره شي.

ده د مانورې دقیق ځای ونه ښود خو ځینو رسنیو ویلي چې دا پوځي تمرینونه به په عمان خلیج کې وشي چې په وروستیو کې څو سمندري پېښې پکې وشوې او د لوېدیځو هیوادونو ګزمې تېل وړونکې بېړۍ بدرګه کوي.