راشد: ویسټ انډیز سره کمزورې لوبه د تجرې د کمښت له امله وه

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلمشر راشد خان

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې کپټان، راشد خان ویلي چې له ویسټ انډیز سره په ټیست لوبه کې د هغه د لوبډلې د نسبتاً کمزورې لوبې یو دلیل د تجربې کموالی دی.

هغه ویلي چې په راتلونکې کې د ښې لوبې لپاره باید په زیاتو ټیسټ لوبو کې ګډون وکړي.

د راشد خان خبرې د د کرکټ ځانګړې ویبپاڼې کرکټ ټرکر وېبپاڼې خپرې دي.

ده ویلي چې لوبډله یې د پخېدو لپاره زیات تمرین ته اړتیا لري.

له ویسټ انډیز سره په ټیستلوبه کې د افغانستان د ملي لوبډلې یو شمېر تجربه کارو لوبغاړو برخه نه لرله.

د هغوی په منځ کې یو هم محمد نبي دی چې د بنګله دېش پر وړاندې په ټیسټ لوبه کې تر ګډون وروسته یې د تل لپاره له ټیسټلوبو د وتلو اعلان وکړ.

د ویسټ انډیز پر وړاندې د شل اورونو، پنځوسو اورونو او تیسټ مچ په سیالیو کې یو شمېر نویو افغان لوبغاړو ته موقع ورکړل شوه.