چارواکي: لوګر کې ۱۱ وسله وال وژل شوي

ارشیف

د لوګر امنیتي چارواکي وایي، چې تيره شپه افغان امنيتي ځواکونو د لوګر ولايت په برکي برک ولسوالۍ اړوندو سيمو کې د یو لړ عملياتو پر مهال 8 وسله وال طالبان وژلي او دوه نور هغه مهال وژل شوي، چې غوښتل یې د مرکز اړوند په پاد خواب روغني د قلعه نو په سيمه کى ماين ځاى پر ځاى کړي او خپله پرې چاودلی.

د ۲۰۳ تندر قولو اردو د څلورمې پلي لوا قوماندانۍ ویاند احمد شکیل تسل ازادي راډیو ته وویل، چې د دې ولایت د محمداغې ولسوالۍ اړوند د لشکري خېلو په سیمه کې د وسله والو طالبانو په خپل منځي نښته کې یو طالب وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.

طالب وسله والو تر اوسه ددې پېښو په اړه رسنیو ته څه ندي ویلي.