د اروپا د وکیلانو او حقوقي ټولنو شورا د 2019 میلادي کال د بشري حقونو جایزه د هغو څلورو ایراني مدافع وکیلانو په نوم کړې چې دا مهال په زندان کې دي.
په هغو کسانو کې چې دا جایزه یې په نوم شوې، د ایران مشهوره حقوقي فعاله نسرین ستوده هم شامله ده.
نوموړې ددې کال په پیل کې د هغې ښځې په شمول چې د جبري پوړونې د قانون پر ضد یې اعتراض کړی و د یو شمېر سیاسي بندیانو د دفاع په خاطر په 38 کاله بند او 148 دورو محکومه شوه.
د دې جایزې په نورو ایراني ګټونکیو کې یاد مدافع وکیل عبدالفتاح سلطاني هم شامل دی. نوموړی چې د بشري حقونو د دفاع د مرکز له بنسټ ايښودونکیو دی، له 2011 میلادي کال څخه په زندان کې دی.
محمد نجفي او امیر سالار داودي هم هغه ایراني مدافع وکیلان دي چې د اروپا د وکیلانو او حقوقي ټولنو شورا د 2019 میلادي کال د بشري حقونو جایزه یې په نوم شوې ده.
دا دواړه هم د سیاسي بندیانو د دفاع په خاطر په کلونو بند محکوم او دا مهال زندان کې دي.
د ایران د نوبل د جایزې ګټونکې شیرین عبادي د ستوده، سلطاني، نجفي او داودي په استازیتوب ددې اروپايي شورا د بشري حقونو جایزه ترلاسه کړه.
د اروپا د وکیلانو او حقوقي ټولنو شورا د 45 هېوادونو مدافع وکیلانو او حقوقي شوراګانو په نمایندګۍ تر یو میليون د زیاتو اروپايي مدافع وکیلانو استازیتوب کوي.
ایران په تیرو کلونو کې د بشري حقونو په مدافع وکیلانو فشار زیات کړی او هغوی یې د بشري حقونو اړوند فعالیتونو او د سیاسي بندیانو د دفاع له کبله په اوږدمهاله زنداني کېدو محکوم کړي دي.