هالنډ کې د ۳ ټپي کړو کسانو تورن پسې لټون روان دی

هالنډي رسنۍ وايي، پولیس د اورګاډو په تم ځایونو او په ټرانسپورټي شبکو کې ددې کس لټون کوي.

د هالنډ پولیس وايي، دوی لا هم په هغه کس پس لټون کوي چې د جمعې په ورځ یې د هاګ په مرکزي سیمه کې درې کسان د چاقو په ګوزارونو ټپیان کړل.

هالنډي رسنۍ وايي، پولیس د اورګاډو په تم ځایونو او په ټرانسپورټي شبکو کې ددې کس لټون کوي.

پولیسو ویلي، درې ټپیان روغتون ته له راوړل کېدو څو ساعته وروسته له روغتون رخصت شول خو د د قربانیانو او د برید د انګیزې په اړه یې جزئیات نه دي ورکړي.

یوې هالنډي رسنۍ د څو سرچینو په حواله ویلي داسې نښه نښانه نه شته چې دا برید به تروریستي انګیزه ولري.

د اې این پي خبري اژانس د هالنډ د پولیسو د ویاندې له خولې ویلي موږ په ټولو احتمالاتو غور کوو.

د سیمه ییزو رسنیو په وینا پېښه په یوې خوراکه فروشۍ کې دننه رامنځ ته شوې ده.

دا برید له هغې څو ساعته وروسته شوی چې په لندن کې د یو کس له خوا د چاقو په وسیله برید کې د بریدګر په شمول دوه کسان ووژل شول او درې نور ټپیان شول.