" کابل کې د رومیانو د بیې لوړېدا اندېښنې رامنځته کړي"

ارشیف

د افغانستان د متشبثینو عالي بورډ، په کابل کې د رومیانو د بیې لوړیدل، د اندېښنې وړ بولي.

د دې بورډ رئيس رحم الدین حاجي اغا د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د سړو خونو نشتون، د هوا سړېدل او نورو هېوادونو ته زیات صادارات هغه لاملونه دي چې، له امله یې د رومیانو بیه لوړ شوې ده.

نوموړی وايي، اوس مهال د کابل په بازارونو کې یو من رومیان له ۸ تر ۹ سوه افغانیو پورې پلورل کېږي.

هغه وویل: "د سړې هوا په رارسېدو سره او ګاونډیو هېوادونو ته د رومیان زیات صادرات هغه لاملونه دی چې، په هېواد کې دننه یې د رومیانو بیې لوړې کړي، د دې ستونزې د هواري لپاره باید معیاري سړې خونې جوړې شي."

د افغانستان د کرنې او مالدراۍ وزارت ویاندې اکبر رستمي بیا وايي، په روان کال کې په یو شمېر ولایتونو کې سړې خونې جوړې شوي خو دا بسنه نه کوي.

د ښاغلي رستمي په خبره، دوی پلان لري چې په راتلونکي ۱۳۹۹ کال کې، د افغانستان په څو لویو ښارونو کې سړې خونې هم جوړې کړي.