د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټیم نن کابل کې لاریون کوي

د ثبات او همپالنې ټیم لاریون د هغه څه د مخنیوي لپاره کېږي چې دوی یې په انتخاباتو کې تقلب بولي.

د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټیم نن په کابل کې لاریون کوي. دا ډله وايي، لاریون د هغه څه د مخنیوي لپاره کېږي چې دوی یې په انتخاباتو کې تقلب بولي.

د دې انتخاباتي ډلې لومړي مرستیال عنایت الله بابر فرهمند پرون په کابل کې په یوه خبري غونډه کې هیله څرګنده کړه چې نننۍ ورځ به تاریخ جوړوونکې وي.

ښاغلي فرهمند وویل: "سبا یکشنبې به تاریخي نه بلکې تاریخ جوړوونکې ورځ وي. که د دې تاریخ پیل له کابل ښار څخه ونه شي، نو ډاډه اوسئ چې د افغانستان خلک به بیا ښه ورځ ونه ویني."

په همدې حال کې د کابل د ګارنیزیون قومانداني په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي چې د دې لاریون لپاره د حضوري چمن ساحه ټاکل شوې ده.

ګارنیزیون له لاریون کوونکو غوښتي چې په نورو ځایونو کې دې مظاهرې نه کوي او د پلازمېنې اوسېدونکو ته دې ستونزې نه جوړوي.

د کابل ګارنیزیون قوماندانۍ دا هم ویلي چې معترضان د وسلو د ګرځولو اجازه نه لري.

د ثبات او همپالنې ډله وايي، د انتخاباتو خپلواک کمیسیون باید هغه شاوخوا ۳۰۰ زره رایې چې دوی یې تقلبي بولي، له سیسټم څخه وباسي خو د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي چې د قانون پر خلاف کار یې نه دی کړی.