د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وايي، د افغانستان حکومت د سولې په دې اړه یو منظم پلان لري او هر ښکېل او اغېزناک لوری ورته مهم دی.
ده دا خبرې د اروپا د سولې انستتیوت له مشر مایکل کیټنګ سره نن د لیدو پر مهال وکړې.
د اروپا د سولې انستتیوت مشر وویل، د پخلاینې په برخه کې باید تر کورنیو، بهرنیو او سیمه ییزو څېړنو وروسته پرېکړې وشي.
د ملي امنیت سلاکار وویل، که څه هم د افغانستان لانجه په مختلفو برخو کې له نورو هېوادونو سره توپیر لري، خو د هرې تجربې له مثبت اړخ څخه باید استفاده وشي.