د ټاکنو کمېسیون د پاتې ۷ ولایتونو د رأیو بیاشمېرنې په اړه وروستۍ پرېکړه نه ده کړې

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون لا هم په هغه اووه ولایتونو کې د رایو دبیا شمېرنې او څېړنې په اړه وروستۍ پرېکړه نه ده کړې چې د یو شمېر ټاکنیزو ټیمونو د پلویانو په لوري په کې د کمیسیون دروازې تړل شوي دي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون رئیسې حوا علم نورستانۍ د پنج‌شنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل، له معترضو نوماندانو سره ددوی ډېر ناستې وشوې، خو یوې پایلې ته ونه رسېدل.

خودا چې په سرپل، بغلان، بدخشان، تخار، فاریاب، پنجشېر او جوزجان ولایتونو کې د ثبات او همپالني انتخاباتي ټیم په ګډون لا هم د معترضو نوماندانو د پلویانو له‌خوا د رایو د بیا شمېرنې او څېړنې اجازه نه ده ورکړل شوې، بالاخره د ولسمشرۍ ټاکنو د لومړنۍ پایلو د اعلان برخلیک څه ډول کېږي؟

د ټاکنو خپلواک کمېسیون کمېشنر محمد حنیف دانشیار وايي، دوی به په دې اړه د قانون پر بنسټ پرېکړه وکړي.

"که خدای مه کړه بیا هم په دې ولایتونو موږ ته د بیا شمېرنې او څېړنې اجازه را نه کړل شي، کمېسیون به یې د قانون په رڼا په اړه پرېکړه وکړي، خو تر اوسه په دې اړه تازه پرېکړه نه ده شوې. "

د افغانستان د انتخاباتو قانون د ۴مې مادې د ۱۹ جز له مخې، د ټاکنو لومړنۍ پایلې هغه مهال اعلانېږي چې د ټولو ولایتونو پایلې په کې شاملې وي.