د پاکستان ستره محکمه: لوی درستیز ۶ میاشتې نور دندې ته دوام ورکولای شي

ټاکل شوې وه جنرال باجوه سبا د جمعې په ورځ تقاعد شي، خو د پاکستان د صدراعظم عمران خان حکومت غوښتل د ده کاري موده درې کاله نوره هم وغځوي.

د پاکستان سترې محکمې نن حکم وکړ چې د دې هیواد د پوځ لوی درستیز شپږ میاشتې نورې هم خپلې دندې ته دوام ورکولای شي.

محکمې له پارلمانه غوښتي چې د دغو شپږو میاشتو پر مهال دې د دې تمدید په اړه رايې ورکړي او د بل لوی درستيز د ټاکلو چارې دې پر مخ یوسي.

ټاکل شوې وه جنرال باجوه سبا د جمعې په ورځ تقاعد شي، خو د پاکستان د صدراعظم عمران خان حکومت غوښتل د ده کاري موده درې کاله نوره هم وغځوي.

په همدې حال کې د پاکستان د حقوق پوهانو شورا د محکمې ننۍ غونډه بایکاټ کړه. دوی وايي د حکومت دا غوښتنه د اساسي قانون خلاف ده.