د تخار ولایت امنیتي چارواکي وايي، د دې ولایت پر درقد ولسوالۍ د طالبانو حمله پر شا وتمبول شوه.
د ۲۱۷ پامیر قول اردو په اعلامیه کې راغلي چې طالبانو تېره شپه په قره تېپه سیمه حملې پیل کړې.
ویل شوي چې له دولتي ځواکونو سره په نښتو کې د دوو قومندانانو په ګډون یوولس طالبان وژل شوي. په اعلامیه کې د یوه پوځي د وژل کېدو خبر ورکړل شوی دی خو طالبانو د ۲۲ سرتېرو د وژلو ادعا کړې ده.