کندز کې ماین چاودنې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۵ کسان وژلي

دا کسان د کندز له خان‌اباد ولسوالۍ څخه د امام صاحب په ولسوالۍ کې واده ته تلل.

د کندز په امام صاحب ولسوالۍ کې د ماین په چاودنه کې د ښځو او کوچنیانو په ګډون ۱۵ تنه وژل شوي او دوه تنه زخمیان شوي دي.

چاودنه پرون ماښام په پنځو بجو شوې ده.

د کندز د والي ویاند عصمت‌الله مرادي پرون د نومبر په ۲۷مه وویل: "په دې کې ۶ ښځې، یو نارینه، ۶ ماشومانې نجونې او ۲ هلکان وژل شوي او دوه ملکي وګړي زخمیان شوي دي."

مرادي زیاته کړې چې دا کسان د کندز له خان‌اباد ولسوالۍ څخه د امام صاحب په ولسوالۍ کې واده ته تلل.

هغه وویل چې ماین وسله‌والو طالبانو ايښي و. طالبانو په دې اړه خبرې نه‌دي کړي.

د افغانستان د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي پرون پر ټویټر ولیکل چې د بې‌ګناه ښځو او ماشومانو په قتل خوابدي دي او په کلکه‌یې غندي.