د کندهار هوايي لوا کې ۱۵ کسان له روزنیزې دورې فارغ شول

ارشیف

د کندهار په هوايي لوا کې ۱۵ پيلوټان، نښه ویشتونکي او ښوونکي له درې میاشتنۍ روزنیزې دورې فارغ شول.

د کندهار د والي له دفتره په اعلامیه کې چې پرون د نومبر په ۲۷مه خپره شوه لیکل شوي چې دغو پیلوټانو ته د امریکايي بلک هاک هليکوپټرو په اړه تعلیم ورکړل شوی دی.

په هغوی کې ۸ پيلوټان، ۵ نښه ویشتونکي او دوه ښوونکي دي.

په پرونیو مراسمو کې د کندهار د هوایي لوا قوماندان او د بهرنیو قواوو استازو منصبدارانو هم حضور درلود.