د افغانستان او ایران د نجونو فوټبال لوبډلې سره لوبه کوي

ارشیف

د افغانستان د ۲۳ کلونو کم عمره نجونو د فوټبال لوبډله سبا له ایران سره لوبه لري.

د فوټبال فدراسیون د رسنیو د برخې مرستیال شمس امیني نن ازادي راډیو ته وویل چې د اسیا د ۲۳ کلونو کم عمره نجونو د فوټبال په سیالیو کې افغانستان له څلورو لوبو درې یې بایللې او یوه‌یې ګټلې ده.

دا سیالۍ د تاجکستان په دوشنبې ښار کې روانې دي.

افغان لوبډلې ازبکستان، تاجکستان او قرغزستان ته لوبې بایللي، خو د ترکمنستان په وړاندې يې بریا خپله کړې ده.

له ایران سره د افغان لوبډلې لوبه په روانو سیالیو کې د افغانستان وروستۍ لوبه ده.