تخار کې د ښځو لپاره د فټنس ورزشي ځای جوړ شوی

د تخار ولایت مرکز تالقانو ښار

د تخار په مرکز تالقانو ښار کې د ښځو لپاره د فټنس لومړنى ورزشي ځانګړی ځای جوړ شو.

د تخار ورزشي امر نقيب‌الله جليلي نن ازادي راډيو ته وويل چې د ورزش په دغه ځای کې د مېرمنو د پردې ټول ترتیبات نیول شوي او په دې سره به زیات شمېر نجونې وکړای شي چې په دغه ځای کې په ارام فکر سره ورزش وکړي.

دغه ورزشي ډګر د تخار ورزشي امريت له لوري جوړ شوی دی.