چارواکي: کندهار کې ۹ وسله‌وال وژل شوي

د نړيوالو ځواکونو په بريد کې ۶ نور وسله‌وال ټپيان شوي هم دي.

د کندهار په میوند کې د نړيوالو ځواکونو هوایي بريد کې ۹ وسله‌وال وژل شوي دي.

د کندهار د پوليسو ویاند جمال ناصر بارکزي ازادی راډیو ته وویل چې پر دغه وسله‌والو بريد د میوند ولسوالۍ د چلاوک په سیمه کې د قاطع ملاتړ مأموریت د ځواکونو له‌خوا پرون له غرمې وروسته ترسره شوی دی.

د نوموړي په خبره د نړيوالو ځواکونو په بريد کې ۶ نور وسله‌وال ټپيان شوي هم دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه‌دي ویلي.