پامپيو: کابل کې د ملګرو ملتونو پر موټر برید کې وژل شوی کس مرستندوی و

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپيو

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپيو ویلي چې په کابل کې د ملګرو ملتونو پر موټر د برید په پېښه کې وژل شوی یو ملکی مرستندویه کس و.

اسوشیټډ پرس خبري اژانس د ښاغلي پامپیو په حواله لیکلي چې د ملګرو ملتونو دا کارکوونکی د امریکا وګړی و او انیل راج نومېده.

انیل راج د امریکا د کالیفورنیا ایالت له سانفرانسیسکو نه افغانستان ته تللی و او هلته‌یې له یوناما سره کار کاوه.

د یکشنبې په ماښام په کابل کې د ملګرو ملتونو په یوه موټر باندې برید کې د ملګرو ملتونو دوه نور کارکوونکي او درې عام افغانان هم ټپیان شوي و.

چا تر اوسه د دې برید مسؤلیت په غاړه نه‌دی اخیستی.