۲۰ روسي ګرځندویان په دومینیکن کې ټپیان شوي

په دومینکین جمهوریت کې د روسي ګرځندویانو دا بس موټر هوايي ډګر ته په لار و چې له یوې لارۍ سره‌یې ټکر وکړ.

۲۰ تنه ګرځندویان چې ډېری یې روسان دي، د نومبر په ۲۶مه د دومینیکن جمهوریت په ختیځ کې د هومای ښارګوټي ته نږدې د بس په ټکر کې ټپیان شوي دي.

په دومینکین جمهوریت کې د روسي ګرځندویانو دا بس موټر هوايي ډګر ته په لار و چې له یوې لارۍ سره‌یې ټکر وکړ.

په یوټیوب باندې له دې پېښې په یوه تازه خپره شوې وېډیو کې ښکاري چې بس اوښتی او لار یې د ټرافیکو په مخ تړلې ده.

په ونزوئلا کې چې دومینکین ته نږدې دی د روسیې سفارت ویلي چې په دې پېښه کې د بس له ۴۱ مسافرو څخه څخه ۳۹ تنه د روسیې وګړي دي.

د انکس ټور په نوم هغه ګرځندوی شرکت چې روسانو ورسره سفر کړی و د روسیې ټاس خبري اژانس ته ویلي چې اوس وخت ۲۷ روسان په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

ځایی لیستین دیاریو ورځپاڼې راپور ورکړی چې د لږ تر لږه ۱۵ روسانو روغتیايي وضعه ښه نه‌ده.

دومینیکن جمهوریت د لاتینې امریکا په یوه لیرې څنډه د کارایب سمندرګي کې پروت له ټاپوګانو جوړ هېواد دی چې اکثر د ساحلونو او ځنګلي سیمو په خاطر ګڼ سیلانیان ورځي.