مالي کې د دوو هلیکوپټرو ټکر ۱۳ تنه وژلي 

دا په وروستیو پنځو کلونو کې د فرانسې د ځواکونو تر ټولو زیات تلفات دي.

په مالي کې د فرانسوي ځواکونو د ۲ هلیکوپټرو د ټکر له امله ۱۳ تنه وژل شوي دي.

د فرانسې ولسمشرۍ ماڼۍ، د نومبر په ۲۶مه، ویلي چې دا په وروستیو پنځو کلونو کې د فرانسې د ځواکونو تر ټولو زیات تلفات دي.

د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون ویلي چې د جهادي وسله‌والو پر ضد په جګړه کې د خپلو هليکوپټرو د سقوط له امله سخت خواشینی دی.

په مالي کې تر ۴۰۰ زیات فرانسوي عسکر مېشت دي چې د مالي د ساحل په سیمه کې د داعش او د القاعده له شبکې سره د نورو تړلو ډلو پر ضد پر مبارزه کې د مالي له ځواکونو همکاري کوي.