د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشره حوا علم نورستانۍ وايي، ډېر ژر به د ولسمشرۍ د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړي.
مېرمن نورستانۍ پرون (سې شنبه) ازادي راډیو ته وویل، په کندهار او ننګرهار ولایتونو کې د رأیو د بیاشمېرنې او څېړنې له بشپړېدو وروسته به د لومړنیو نتایجو د اعلان په اړه پرېکړه وکړي.
د نوموړې په وینا په دې دوو ولایتونو کې د رأیو د بیا شمېرنې او تفتیش بهیر نن (چهارشنبه) بشپړېږي.
نورستانۍ زیاته کړه: "په مجموع کې پرېکړه دا ده چې د خلکو انتظار پای ته ورسول شي او لومړنۍ پایلې به ډېر ژر اعلان کړو، ځکه ستونزې باید ټولې شي، له هغې وروسته که دوستان شکایت لري کولای شي د شکایتونو کمېسیون کې یې ثبت کړي."
د مېرمن نورستانۍ په وینا په اوو ولایتونو کې د رأیو د بیا شمېرنې او څېړنې د بهیر پر وړاندې ستونزه لا هم پر خپل ځای ده.
ټاکل شوې وه چې د ولسمشرۍ د ټاکنو لومړنۍ پایلې د میزان په ۲۷مه اعلان شوې وی، خو تر اوسه څو ځله د دې پایلو اعلان ځنډول شوی دی.