ګرجستان کې زرګونه کسانو د حکومت پر ضد لاریون وکړ

لاریون کوونکي ادعا کوي چې اوسنی مختلط انتخاباتي سیستم د ګرجستان د واکمن ګوند په ګټه دی او باید بدلون ومومي.

زرګونه کسانو وروسته له هغه د ګرجستان په مرکز تبلیسي کې لاریون وکړ چې واکمن ګوند له مخالفتونو سره سره انتخاباتي اصلاحات رد کړل.

د سیاسي مخالفو ډلو پلویانو د دوشنبې په ورځ (نومبر ۲۵مه) د جمهوري ریاست له چوک څخه د پارلمان د ودانۍ تر مخې لاریون وکړ او د ښار لوی سړک‌یې د ټرافیکو په مخ تړلی و.

لاریون کوونکو د حکومتي مشرانو د استعفا او له وخته مخکې ټاکنو غوښتنه وکړه.

دوی ژمنه کړې چې وکیلان به پارلمان ته نه‌پرېږدي، چېرته چې نن عمومي مجلس کېږي.

د ګرجستان واکمن ګوند پرون د ۲۰۲۰ کال له پیله د انتخاباتي سیستم بدلون رد کړ.

لاریون کوونکي ادعا کوي چې اوسنی مختلط انتخاباتي سیستم د ګرجستان د واکمن ګوند په ګټه دی.