په جرمني کې د درسدن د خزانو له موزیمه غلا شوې

د جرمني په درسدن کې د خزانو له موزیمه غلا شوې ده.

جرمني چارواکو ویلي چې غله د دوشنبې په ورځ (نومبر ۲۵مه) د "ګرونیز ګیوابله" یا شنه طاق موزیم ته چې د اروپا په کچه د خزانو یوه لویه مجموعه ده، ورننوتي او د ۱۸مې پېړۍ د جواهراتو درې بستې یې غلا کړې دي.

د درسدن د هنري اثارو د خزانې مشر ماریون اکرمن په یوه خبري کنفرانس کې وویل، د شاوخوا ۱۰۰ قلمه دغو غلا شویو توکو ارزښت فوق‌العاده زیات دی.

چارواکو ویلي چې په غلا شویو توکو کې بېلابېلې تڼۍ، مډالونه، قیمتي ډبرې او ګڼ نور شیان شامل دي، خو په کوم عام بازار کې نه‌شي خرڅېدلی.