د افغانستان د ټاکنو کمېسیون چارواکي وايي، تمه کېږي چې نن سه شنبه (قوس ۵مه) په ختیځ ولایت ننګرهار او جنوبي ولایت کندهار کې د رأیو د بیا شمېرنې او تفتیش پروسه بشپړه شي.
د دغه کمېسیون یوه ویاند عبدالعزیز ابراهیمی ازادي راډیو ته وویل، تر اوسه په ۲۵ ولایتونو کې د رأیو بیا شمېرنه پای ته رسېدلې ده.
ابراهیمي هیله وښوده چې د ثبات او همپالنې انتخاباتي ټیم اجازه ورکړي چې په اوو پاتې ولایتونو کې هم د رأیو بیا شمېرنه وشي.
ښاغلی ابراهیمي زیاتوي: "د ابتدايي پایلې اعلان په ټول افغانستان په خاصه توګه په اوو ولایتونو کې د رأیو د بیا شمېرنې په بشپړېدو پورې تړاو لري. موږ هیلهمند یوو چې ژر دا کار وکړو او لومړنۍ پایله اعلان کړو ځکه افغانان د نتیجې په انتظار دي."
د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې انتخاباتي ټیم په پنجشېر، فاریاب، جوزجان، سرپل، بغلان، تخار او بدخشان کې د رأیو د بیاشمېرنې مخه نیولې ده.
د دغه ټیم او ځینو نورو کاندیدانو اعتراض دا دی چې د ټاکنو کمېسیون پرته له دې چې پاکې او ناپاکې رأیې سره بېلې کړي او د هر محل د رأیو شمېر اعلان کړي، دغه پروسه پیل کړې ده.
اخوا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو پرون له ښاغلي عبدالله سره کتلي او په ټویټر باندې یې لیکلي چې عبدالله عبداللهیې وهڅاوه چې د انتخاباتي ادارو له چارواکو سره کار وکړي څو پروسه مخته لاړه شي او باوري او پر وخت نتیجه ورکړي.
د افغانستان د جمهوري ریاست انتخابات د میزان په شپږمه وشول او دوه ځلهیې د لومړنۍ پایلې اعلان ځنډېدلی دی.