ننګرهار کې لسګونه نور داعش جنګیالي حکومت ته تسلیم شوي

ارشیف

د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي، په اچین ولسوالۍ کې د دولتي ځواکونو تر عملیاتو وروسته د اسلامي دولت (داعش) ډلې ۶۲ جنګیالي حکومت ته تسلیم شوي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي پرون شپه (قوس ۴مه) ازادي راډیو ته وویل، په تسلیم شویو کسانو کې پاکستانیان هم شامل دي.

ښاغلی خوګیاڼی وايي: "په اچین ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو تر ګډو عملیاتو وروسته د داعش جنګیالي ډله ډله تسلیمېږي. د همدغې لړۍ په دوام د داعش ډلې ۶۲ جنګیالیو چې ۳۰ یې پاکستانیان او ۲ ترکان دي له خپلو وسلو او مهماتو سره یوځای د ملي امنیت منسوبینو ته ځانونه تسلیم کړل."

ښاغلي خوګیاڼي وویل چې په وروستیو ۲۰ ورځو کې تر ۷۰۰ ډېر داعشیان له خپلو مېرمنو او ماشومانو سره یوځای د افغانستان حکومت ته تسلیم شوي دي.

جمهور رئیس محمد اشرف غني تېره سه شنبه (عقرب ۲۸مه) ننګرهار ولایت ته په یوه سفر کې اعلان وکړ چې په ننګرهار کې د دولتي ځواکونو د عملیاتو په نتیجه کې د داعش ډله له‌منځه تللې ده.