ایپوک ټایمز:
د ایپوک ټایمز ورځپاڼي په یوې مقالې کې لیکلي چې امریکایې سناتورانو یوه داسي دوه ګوندي لایحه وړاندي کړې چې د افغانستان د سولي پر بهیر د کانګرس څارنه تضمینوي.
د ورځپاڼي په لیکنه دا طرح جمهوري غوښتونکي سناتور ټاډ یانګ او ډموکرات سناتور باب منندز وړاندي کړې ده.
دا لایحه د سولې لپاره د امریکا ډپلوماتیکي هڅي رانغاړي څو د افغانستان د بحران لپاره یوه سیاسي حل لاره ترلاسه شي او هره موافقه چې د دې بهیر له لارې ترلاسه کیږي د کانګرس د همدې څارنې په واسطه رهبري شي.
د ورځپاڼي په لیکنه سناتور یانګ په یوې اعلامیې کې ویلي د ۲۰۱۹ میلادي کال د افغانستان د یوې تل پاتې سولې د تضمین سند د څارنې اړتیا په ډاګه کوي او هم اړتیا لیدل کېږي چې د سولې د احتمالي موافقې په صورت کې دا وڅېړل شي چې طالبان څومره پر خپلو ژمنو عمل کوي.
په دې کې دا ډاډ هم شامل دی چې افغانستان باید د نړیوال تروریزم د یوه پلاتفورم په توګه ونه کارول شي.
د سناتور یانګ په خبره، په داسي حال کې چې د افغانستان بحران یوه په ټپه ولاړ حالت ته رسیدلي، د امریکا کانګرس د جګړییزو ځواکونو اړوند د نورو مباحثو په څیر افغانستان کې زمونږ د ماموریت د راتلونکي په اړه بحث کې د صحنې شا ته پاته شوی دی .
دی وایي دا دوه ګوندي لایحه غواړي دغه وضعیت بدل کړي.
د یانګ په وینا، په داسې حال کې چې مونږ له طالبانو سره د سولې خبري مخته وړو او کار کوو چې په هغه هېواد کې زموږ ښکیلتیا ختمه شي، کانګرس باید د دې پروسې یوه برخه وي څو په مسولانه ډول زموږ د ماموریت ختمئدل ډاډمن شي.
ورځپاڼه د یانګ له قوله زیاتوي چې وایې دا لایحه له طالبانو سره د سولي د هڅو، اقتصادي، ټولنیز او د هر هغه سیاسي پرمختګ ملاتړ کوي چې له ۲۰۱۱ میلادي کال راهیسې په افغانستان کې رامنځته شوی او دغه راز اړینه ده چې هر هغه اقدام چې د امریکایې ځواکونو د کمولو یا ایستلو په اړه کېږي د کانګرس په منظمې سلامشورې سره ترسره شي.
- فارن پالیسي
امریکایي فارن پالیسي خپرونې بیا پر دې مقاله لیکلې چې د کشمیر مساله کولی شي د افغانانو ترمنځ د هند اعتبار ته زیان ورسوي.
خپرونه لیکي کله چې د پخواني شوروي اتحاد ځواکونه په ۱۹۸۹ میلادي کال کې له افغانستان څخه ووتل، د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې د پاکستان په پلوۍ یو بل بغاوت پیل شو.
د لیکوال په خبره د جمو او کشمیر د لانجې برخلیک له افغانستان سره تړلی دی او کابل تر اوسه هم د اسلام آباد او نوې ډیلي تر منځ لانجو کې راګیر دی.
خپرونه لیکي له اګست راهیسې چې نوې ډلي په جمو او کشمیر کې ځانګړی وضعیت لغو کړ، او د وضعیت د آرامولو هڅي یې پیل کړې، ډیری راپورونه ورکړل شوی چې کابل د نوې ډیلي د دې اقدام ملاتړ کړی دی خو سره له دې چې په افغانستان کې عمومي افکار د پاکستان خلاف دي، د کشمیر په اړه د افغانستان دریځ ګډوډ، متغییر او په بشپړ ډول د نوې ډیلي د خوښي وړ نه دي.
د لیکوال په خبره دا متفاوت لیدلوری نه یوازي د دې هېواد د راتلونکي په اړه بلکه په سیمه کې د هند د نفوذ محدودیت په ګوته کوي.
هند د افغانستان یو له لویو مرسته کوونکو هېوادونو دی او په افغانستان کې یې په عمده برخو کې پانګونې کړي دي.
د لیکوال په خبره د هند کلتوري صادراتو لکه بالیوډ سینما د افغانستان پر ځوانانو اغیز لرلی دی او مرسته یې کړې چې افغانان په عمومي ډول هند په سیمه کې یو باثباته ځواک وګڼي.
بر عکس له طالبانو او نورو وسله والو ډلو سره د پاکستان پوځي اړیکي د دې سبب شوي چې افغانان د پاکستان په اړه منفي لیدلوری ولري.
د پاکستان ضد اعتراضونه چې په ۲۰۱۴ او ۲۰۱۷ میلادي کلونو کې وشول، د خپرونې په باور دا موضوع روښانه کوي.