د نیویارک پخواني ښاروال، امریکايي میلیارډر مایکل بلومبېرګ ویلي چې ځان د امریکا د ولسمشرۍ په ټاکنو کې کاندیدوي.
ښاغلي بلومبیرګ د راروان کال په ټاکنو کې د ډموکرات ګوند په کمپاین کې رسماً خپل نوم ثبت کړ.
هغه په یوه بیان کې وویل: "زه په ټاکنو کې درېږم څو ډونالډټرمپ ته ماتې ورکړم او امریکا له سره جوړه کړم."
بلومبیرګ زیاته کړه چې د نورو څلورو کلونو لپاره د ټرمپ د بې پروایۍ او غیراخلاقي سلوک زغم نور نه لري.
د بلومبیرګ دا څرګندونې په مارچ میاشت کې د ده له مخکنیو څرګندونو سره چې ویلي یې و، د ۲۰۲۰ کال په ټاکنو کې ځان نه کاندیدوي، په تضاد کې دي.
د بلومبیرګ کاندیدېدل ښايي په ډموکرات ګوند کې د نوماندانو ترمنځ چې ټول پېژندل شوي کسان دي سیالي ستونزمنه کړي.
دا مهال پخواني مرستیال ولسمشر جوبایډن، سناتورې الیزابت وارن او سناتور بارني ساندرز ځانونه د ډموکرات ګوند له خوا کاندیدان کړي دي.