چارواکي: کندز کې ۱۰ وسله وال طالبان وژل شوي

ارشیف: کندز ښار

د کندز امنيه قوماندان وايي د دښت ارچي ولسوالۍ په بندر سيمه کې ١٠ تنه وسلوال طالبان وژل شوي دي.

د جنرال عبدالرشید بشیر په خبره، لومړى وسلوالو د امنيتي ځواکونو پر پوستو بريد وکړ، خو سيمې ته د تازه دمه ځواک له رسېدو وروسته د وسلوالو بريد په شا وتمبول شو.

امنيه قوماندان رسنيو ته وويل، وروسته نښته وشوه، چې په نتيجه کې يې ٧ نور وسلوال ټپيان شوي دي:

”د دوې حملې په شا وتمبول شوې او دوى ته مرګ ژوبله واوښته. د مولوي مبشر په نوم د طالبانو يو مهم غړى هم په دغو عملياتو کې وژل شوى دى. په ټوله کې د دښمن ١٠ تنه وژل شوي او ٧ تنه نور ټپيان شوي دي.“

د کندوز امنيه قوماندان جنرال عبدالرشید بشیر وايي د نښتې پر مهال دوه افغان سرتېري هم وژل شوي او درې تنه نور ټپيان شوي دي.

ذبیح اله مجاهد چې ځان د وسلوالو طالبانو ویاند معرفي کوي وايي، چې دوى په دې حمله کې ۱۲ تنه سرتېرې وژل شوي او ۹ تنه ټپيان کړي دي.

د کندوز امنيتي چارواکو دغه ادعا رد کړې ده.