نږدې ۲۰۰ دیني عالمانو د مالیې په ورکړې ټينګار وکړ

مالیې وزارت د دیني عالمانو له دې اقدام څخه هرکلی وکړ .

په کابل کې څه باندې ۲۰۰ دیني عالمانو د مالیې په ورکړې ټينګار وکړ.

په دغه ناسته دیني عالمانو له خلکو وغوښتل چې د اسلامي اصولو په رڼا کې باید د مالیې په ورکړه کې ځنډ ونه کړي او افغانستان د ځان بسیاینې په لور بوځي.

له بلې خوا د افغانستان مالیې وزارت ویاند شمعروز خان مسجدي له ازادي راډيو سره په خبرو کې د دیني عالمانو له دې اقدام څخه هرکلی وکړ .

نوموړي وویل،چې د دیني عالمانو دغه سپارښتنې به د دوی د کارونو په برخه کې د پام وړ مرسته وکړي.