د عراق په لاریونونو کې ۴ کسان وژل شوي

د بغداد په مرکزي سیمه کې امنیتي ځواکونو په لاریون کوونکو ډزې کړي او اوښکی بهوونکی ګاز یې پرې کارولی دی.

د عراق په پلازمینه بغداد او بصره ښار کې د لاریونونو پر مهال پرون څلور کسان وژل شوي دي.

په دې سره د اکټوبر له لومړۍ د حکومت ضد لاریونونو په پایله کې د وژل شویو کسانو شمېر لږ تر لږه ۳۴۰ ته رسېدلی دی.

د بغداد په مرکزي سیمه کې امنیتي ځواکونو په لاریون کوونکو ډزې کړي او اوښکی بهوونکی ګاز یې پرې کارولی دی.

په عراق کې لومړی خلک د فساد، بېکاریو او ناڅیزو عامه خدماتو په غبرګون را پاڅېدلي و او اوس د ټول حکومت د لرې کولو غوښتونکي دي.