افغان سفیر: د چابهار له لارې د ټرانزیټ زیاتوالي پلان لروو

ارشیف

په تهران کې د افغانستان سفیر عبدالغفور لېوال وایي چې هېواد یې د چابهار دبندر له لارې د سوداګریزو توکو د ټرانزیټ د زیاتولو پلان لري.

لېوال پرون، د نومبر په ۲۲مه، ازادي راډیو ته په مرکه کې وویل چې د چابهار بندر دواړه برخې د سوداګریزو توکو د لېږد – رالېږد لپاره تیارې شوې دي.

د مسئولینو په خبره دا بندر کولی شي چې هرکال شاوخوا یو میلیون ټن سوداګریز مالونه انتقال کړي.

ممکن ځیني وړې ستونزې وي، خو له چارواکو سره د خبرو له لارې حل کېدلی شي.

د ایران د خبري اژانس، اېرنا په حواله د افغانستان لږترلږه ۱۷۶ سوداګریز شرکتونه د چابهار په بندر کې د تجارت لپاره ثبت شوي دي، خو یوازې ۳۲ یې اوسمهال فعالیت کوي.

د افغانستان حکومت رسماً، د فبرورۍ په میاشت کې د چابهار د بندر له لارې هند ته د خپلو سوداګریزو مالونو په لېږدولو پېل وکړ.

د چابهار بندر د فعالولو هدف د منځنۍ اسیا له هغو هېوادونو سره سوداګریزه مرسته ده چې په وچه کې پراته دي.

د دې بندر د جوړولو کار په ۲۰۱۶ میلادي کال کې پېل شو.

هند تقریباً ۵۰۰ میلیونه ډالر پر دې بندر پانګونه کړې ده.