د ټاکنو کمېسیون: د ټاکنو لومړنیو پایلو د اعلان نېټه نه ده مشخصه شوې

د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسون مشره حوا علم نورستانۍ

د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسون مشره، حوا علم نورستانۍ وايی د ټاکنو د لومړنیو پایلو تازه نېټه ځکه نه ده مشخصه شوې چې په اوه ولایتونو کې د رایو بیا شمېرنه نه ده شوې.

هغې دا خبره پرون شپه ازادي راډيو ته وکړه.

هغې زیاته کړه: "زمونږ په ټولو ولایتونو کې یو په بل پسې د رایو بیا شمېرنه بشپړیږي، باطلې باطلوو معتبرې قبلوو خو په ۷ ولایتونو کې بیا شمېرنه نه ده شوې درېدلې ده دا ټول مسایل خپل اغیزې لري او زموږ مهالویش شاته اچوي."

د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې انتخاباتي ډلې د افغانستان په اوه ولایتونو کې د رایو د بیا شمېرنې مخه نیولې ده.

په نورو ولایتونو کې کمیسیون د رایو بیا شمېرنه تقریباً بشپړه کړې ده.