سوداګرۍ خونې له بهره د کبانو پر وارداتو د بندیز غوښته وکړه

کندز کې د کبانو فارم

په کندز کې د سوداګرۍ او پانګونۍ خونه له حکومته غواړي چې د بهرنیو کبانو پر وارداتو بندیز ولګوي.

د دې ادارې ویاند، مسعود وحدت پرون، د نومبر په ۲۲مه ، ازادي راډیو ته وویل چې د بهرنیو کبانو پر وارداتو بندیز به کورنیو فارمونو ته د ودې زمینه برابره کړي.

د کبانو د فارمونو جوړونکي وايي چې په کور هم د کبانو د خرڅلاو لپاره مناسب بازارونو لار نه لري.

د کندز په امام صاحب ولسوالۍ کې د کبانو یوه پالونکي، محمد طاهر ازادي راډیو ته ویلي چې د کبانو دساتنې لپاره د اوبو زخیرې هم کمې دي.

محمدطاهر زیاته کړه: "ما شپږ جریبه ځمکه فارم کړی او ۱۵ زره کبان لرم خو اوبه نشته او بازار هم خراب دی نو له لویې ستونزې سره مخامخ یو."

د رپوټونو په حواله، په کندز کې د روزنې ۱۳۰ فارمونه فعال شوي دي.