د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له ایرانیانو غوښتي د معترضانو د ځپلو ویډیوګانې ورواستوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ناوخته پر ټویټر لیکلي، ما له ایراني معترضانو غوښتي چې موږ ته خپلې ویډیوګانې او هغه معلومات واستوي چې د معترضانو په وړاندې د رژیم ځپونکي اقدامات مستندوي. 

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو له ایرانیانو غوښتي چې په دې هېواد کې د معترضانو په وړاندې د حکومت ځپونکي اقدامات دې د ویډیو ګانو او نورو اسنادو په وراستولو مستند کړي او دا چې واشنګټن به ددې "ځورونو" په اړه اقدام وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ناوخته پر ټویټر لیکلي، ما له ایراني معترضانو غوښتي چې موږ ته خپلې ویډیوګانې او هغه معلومات واستوي چې د معترضانو په وړاندې د رژیم ځپونکي اقدامات مستندوي.

د نوموړې په وینا امریکا به دا ډول ځورونې په ډاګه کړی او وغندي. د پامپیو دا ټویټ په انګلیسي او فارسي دواړو خپور شوی دی.

د هغو معترضانو په وړاندې چې د تېلو په ځېره کېدو او د بیو پر لوړېدو د اعتراضونو لپاره راوتلي، د ایران د رژیم د ځپونکو اقداماتو له کبله دا هېواد د نړیوالې ټولنې له خوا له زیاتېدونکو انتقادونو او غندنو سره مخ دی.

د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنر دفتر د هغو راپورونو یادونه کړې چې وايي د معترضانو په وړاندې د ایران په ځپوونکو اقداماتو کې "ښايي لسګونه کسانو وژل شوي او ډېر نور ټپیان شوې وي."

د بخښنې نړیوال سازمان ویلي، ګومان کیږي چې لږ تر لږه ۱۰۶ اعتراض کوونکي وژل شوي دي.